له هغه ځايه چې څېړنو ښودلې د ايران او افغانستان انټرنشنل ټلويزيونونو ډېری بودیجه د ايران او افغانستان ضد کړيو او هېوادونو له لوري تأمينېږي تازه د دې رسنیو کارکوونکو له خپلو رسنيزو تبليغاتو ورهاخوا په ټولنيزو رسنيو کې هم د ايران پر وړاندې موقف نيولی دی.

په همدې اړه تازه د افغانستان انټرنشنل خبريال تاج‌الدين‌ سروش د ايران او اسرائيل ترمنځ جګړه کې د اسرائیل په غير مستقيم پلوي توب په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د اسرائیلو پر وړاندې د ایران پلویانو د فارسي ژبې له لارې رواني جګړه پیل کړې ده او په ټولنيزو رسنيو کې یوه درواغجنه هيله‌ رامنځته کوي.

نوموړي ويلي، چې د ايران رسنۍ او نور پلويان یې جعلي خبرونه خپروي او غواړي په دې طريقه د اسرائيلو پر وړاندې تبليغاتي جګړه وکړي.

له بل لوري بيا انټرنشنل د خبريال تاج‌الدين‌ همدې پوسټ ته خلکو پراخ غبرګون ښودلي او په بېلابېلو څرګندونو کې یې ورته ليکلي، چې د انټرنشنل ټلويزيونونو د يوه ساعت جعلي خبرونه او تبليغات د ايران تر ټولې‌ رسنيزې دستګاه ډېر دي.

عامو خلکو همدا راز افغانستان او ايران انټرنشنل رسنۍ د ايران او اسرائيل ترمنځ جګړه کې د اسرائیلو په ښکاره پلویتوب هم تورنې‌ کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version