په سیمه کې د کړکېچونو په زیاتېدو سره، په ځانګړې توګه ایران – اسرائېل له وروستۍ جګړې سره، معلوماتو ښودلې، چې اسرائیل د خپلو نظامي او استخباراتي عملیاتو او تعرضونو لپاره پر یوه نوې لاره غور کړی. که څه هم پر ایران د برید پلان ښايي د میاشتو په موده کې جوړ شوی وي او له هغه مهاله یې د استخباراتي معلومات د راټولونې پر لارو، چارو غور کړی وي، خو دا مهال د «موساد» د استازو له خوا د نورو هېوادونو پر وګړو یا هم خپله ایرانیانو سربېره د افغانستان له تښتېدلو مخالفو ډلو سره د ایران د استخباراتي معلوماتو د راټولولو په موخه پټې اړیکې جوړې شوې دي او لیدنې کوي. دغه مخالفي ډلې، چې په کابل کې د جمهوري رژیم له پرځېدو وروسته له افغانستانه تښتیدلې دي، اوس د ایران ضد کړیو لپاره، د ایران په اړه د مهمو معلوماتو راټولولو او ترلاسه کولو یوه مهمه وسیله ګرځېدلې ده.
باوري سرچینې، چې هندوکش غږ ته یې خبر ورکړی، وایي چې د موساد استازي په فرانسې او ترکیه کې د دغو مخالفو ډلو له مشرتابه او استخباراتي مسؤلینو سره پټې لیدنې ترسره کړې دي. دوی له دې ډلو غوښتنه کړې چې د ایران دننه د نفوذ له لارې د مهمو اشخاصو د ځای پر ځای کېدو، د هغوی د احتمالي بدلونونو او امنیتي وضعیت په اړه تازه معلومات راټول او بیا له موساد سره شریک کړي. د دې عملیاتو هدف د ایران د امنیتي جوړښتونو، اټومي تأسیساتو او مهمو مشرانو د موقعیتونو ژوره او نږدې څېړنه او د اسرائیلو د احتمالي بریدونو لپاره د دقیقو معلوماتو برابرول دي.
له دې لیدنو وروسته، د افغانستان د مخالفو ډلو ځینو مشرانو د ایران له امنیتي چارواکو او د سپاه پاسداران یو شمېر مهمو افرادو ته د همکارۍ وړاندیزونه هم کړي، تر څو د ځانونو لپاره د باور وړ تصویر وړاندې کړي او د ایران په امنیتي بنسټونو کې خپلې اړیکې او نفوذ پراخ کړي. دغه کړنو ثابته کړه چې مخالفي ډلې د استخباراتي اهدافو لپاره د خپلو موقفونو په بدلولو کې چټک دي، دوی د خپلو شخصي ګټو لپاره حتی د اسرائیل په ګټه دریځ هم نیسي او په خورا خلاص تندي یې واک ته د ستنولو په موخه هر چیرته خدمت کوي.
د امریکا او لویدیځ د ځینو استخباراتي ادارو استازو هم څه موده وړاندې د ایران په اړه د معلوماتو راټولولو لپاره د مقاومت شوری له مشرانو سره په ترکیه کې پټې خبرې اترې کړې وې، چې بیا د استخباراتي همکاریو په بدل کې ځینې امتیازات ورکړل شول؛ یو خوا دا ښيي چې لویدیځ هېوادونه هم په دې برخه کې د نفوذ د زیاتولو هڅه کوي او بل خوا ښيي چې د مقاومت شوری او مقاومت جبهې په شمول نورې مخالفي ډلې هم له ایران سره خیانت کوي او هلته دغه ډلو ته د دفترونو او نورو امکاناتو ورکول د ایران د ملي امنیت لپاره په یو ننګونه بدلیږي.
په دې وروستیو کې د افغانستان د مخالفو ډلو، په ځانګړې توګه د مقاومت شوری ځینو مشرانو د مهاجرینو د ستونزو حل کولو په نوم ایران ته هم سفر وکړ، په واقعیت کې یې هلته له لوړپوړو چارواکو او د سپاه پاسداران له مرکزونو څخه لیدنې کړې دي او د اړتیا تر کچې استخباراتي معلومات یې ټول کړي دي. همدا راز له موساد سره د استخباراتي همکارۍ بهیر اوس په عمل کې لا نور هم پیاوړی شوی دی او لرې نه ده چې مخالفو ډلو دې په ایران کې د مهمو اهدافو په نښه کولو، جاسوسي او نورو ګواښوونکو فعالیتونو کې ونډه نه وي اخیستې.
د هندوکش غږ د همدې معلوماتو په تعقیب، تازه په ایران کې پولیسو د مقاومت جبهې یو رسنیز فعال له موساد سره د همکارۍ او جاسوسۍ په تړاو نیولی دی، له نوموړي سره په ګرځنده ټلیفون کې د ډرون او بمب جوړولو اړوند فایلونه هم موندل شوي، چې د ایران په روانه جګړه کې یې استفاده ترې کوله.
په ټوله کې، د افغانستان له تښتېدلو مخالفینو سره د اسرائیل او لویدیځ د استخباراتي ادارو اړیکې د ایران په وړاندې د استخباراتي جګړې نوې څپه هم بللی شو، هڅه کېږي چې د مقاومت جبهې، مقاومت شوری او نورو مخالفو ډلو څخه په استفاده په ایران کې کړکېچونه رامنځ ته او لا ژور کړي. دا وضعیت نه تنها د ایران او سیمې امنیت ته ګواښ دی، بلکې په نړۍواله کچه د دغسې نیابتي ډلو استفاده د نړۍ امنیت ته هم ګواښ جوړېدلای شي. ایران ته پکار ده چې له مخالفو ډلو سره پر ټولو اړیکو او همکاریو له سره غور وکړي او پر وخت د هر راز ګواښونو مخنیوی وکړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.