په بهر کې مېشتو سیاسي مخالفینو، په ځانګړې توګه تش په نوم مقاومت شورا، مخالفو جهاتو او ډلو په ځلونو له افغان حکومت سره د مشروطو خبرو اترو غږ کړئ او ادعا یې کړې چې د دواړو لوریو ترمنځ اصلي ستونزه د راتلونکي سیاسي نظام پر ډول ده. که څه هم ځینو ته په ظاهره د نظام جوړښت او د واک د وېش بڼه یو اساسي بحث ښکاري، خو کله چې د دغو جریانونو تېرو کړنو، په خپلو منځونو کې ژورو اختلافاتو او روانو تحرکاتو ته ځیر شو، نو څرګندېږي چې د مطرح شوو شعارونو او په عیني واقعیتونو کې د شته حقایقو ترمنځ یو لوی منطقي تناقض شتون لري. د دې تضاد ژوره پلټنه ښيي چې د قضیې اصلي محور د نظام ډول نه، بلکې د سیاسي برخلیک او نفوذ جګړه ده.
د دغو ډلو د ادعا لومړی او تر ټولو لوی منطقي خنډ په خپلو منځونو کې د اتفاق او واحد لیدلوري نشتوالی دی. په تېرو نږدې پنځو کلونو کې، د افغان حکومت مخالفو اړخونو هیڅکله ونه شو کولای چې د ټولو جریانونو په ګډون یوه داسې سراسري او ګډه ناسته تنظیم کړي چې حد اقل پخپله د دوی لپاره د باور وړ وي. کله چې دغسې نیابتي ډلې په خپل منځي اړیکو کې د ګډ کار ظرفیت ونه لري او له خپلو همفکرانو سره پر یوې ګډې اجنډا راټول نه شي، نو د ټول هېواد لپاره د یوه باثباته سیاسي نظام د مدیریت او رهبرۍ دعوه یې له منطقي پلوه بې بنسټه او د پوښتنې وړ ګرځي.
بله اساسي خلا دا ده چې مخالفینو په دغه ټوله موده کې د اوسني نظام لپاره هیڅ ډول جامع، روښانه او معلومه بدیله طرحه نه ده وړاندې کړې. دوی د سیاست او نظام د ډول خبرې په داسې حال کې کوي چې نه یې په خپلو منځونو کې نوي څه وړاندې کړي او نه هم یې هم د احتمالي واقعاتو چوکاټونه روښانه کړي دي. د یوې عملي او توافقي طرحې نشتوالی دا ثابتوي چې د نظام په اړه د دوی بحثونه یوازې په کُلي او شعاري کلمو، لکه ډیموکراسي یا فدرالیزم پورې محدود دي، ترڅو خپل خالي لاسونه او د برنامې نشتوالی ترې لاندې پټ کړي.
له بلې خوا، په دې وروستیو کې په بهر کې د نویو ګوندونو، شوراګانو او جبهو کم ساری زیاتوالی د دې ښکارندویي کوي چې د مخالفینو ترمنځ د هدف او مسیر پر ځای، د شخصي ګټو تقاضا ډېره ده. دا تیت پرکوالی د دې پر ځای چې د یوې لویې داعیې استازیتوب وکړي، داسې انځور وړاندې کوي چې هر جنګ سالار او هره وړه ډله هڅه کوي ځان په جلا توګه مطرح کړي ترڅو له بهرنیو هېوادونو او استخباراتي سرچینو څخه نوې مالي او سیاسي پروژې ترلاسه کړي. د ملي ګټو په بیه د بهرنیو پروژو دغه تمه او پالنه د دې لامل شوې چې نه په کور دننه پر دوی ولسي اعتبار پاتې شي او نه هم نړیواله ټولنه د یوې جدي او د باور وړ بدیلې قوې په توګه ورته وګوري.
له همدې امله، په پوره ډاډ سره ویلای شو چې د افغان حکومت او د دغه حکومت د مخالفینو ترمنځ د اختلاف اصلي ټکی د نظام بڼه نه، بلکې په واک کې د غوښنې برخې درلودل او د شخصي سیاسي بقا خوندیتوب دی. هغه ټوپک سالاران چې نن د اوسني حکومت پر جوړښت نیوکې کوي، په تېرو شلو کلونو کې پخپله د واک په تر ټولو لوړو څوکیو ناست وو، خو د یوه عدالت محوره او رښتیني ولسي نظام په جوړولو کې پاتې راغلل. د دوی لپاره د نظام ډول یوازې د سیاسي فشار او معاملو یوه وسیله ده، ترڅو د واک په نوي جوړښت کې د خپلو پخوانیو امتیازاتو د بیا ترلاسه کولو لپاره لاره هواره کړي.
د افغان حکومت د مخالفو ډلو دغسې دریځونه تر هغه وخته د تاریخ په تله کې وزن نه شي پیدا کولای، ترڅو چې دوی په عمل کې د شخصي او جزیروي ګټو له پلوۍ لاس نه وي اخیستی. د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام د ډول په اړه بحث هغه وخت منطقي او مشروع کېدای شي چې غوښتونکي یې لومړی په خپل منځ کې د صادقانه یووالي، یوې واحدې طرحې او له بهرنیو پروژو څخه د خلاصون عملي ثبوت وړاندې کړي. تر هغه چې دا اساسي تغیر نه وي راغلی، د دوی دا ډول ادعاوې به یوازې د بهرنیو تالارونو په شخصي ناستو او مطبوعاتي اعلامیو کې منحصر پاتې وي او د هېواد پر عیني وضعیت به هیڅ مثبت اغېز ونه لري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


