د مصر “القاهره نیوز” چینل راپور ورکړی، چې مصر د رفح له لارې د فلسطيني غاړې څخه د اسرائیلي ځواکونو د وتلو پر اړتیا ټینګار کړی، څو یادې پولې ته بېرته خپلې بشري چارې پیل کړي.

القاهره نیوز د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي، په قاهره کې د مصر، امریکا او اسرائیلو د استازو په ګډون درې اړخیزه غونډه شوې، چې د مصر او غزې تړانګې ترمنځ د رفح لارې د بیا پرانیستلو په اړه په کې بحث شوی دی.

د راپورونو پر اساس ویل کېږی، چې مصري پلاوي د یادې غونډې په ترڅ کې ویلي، چې اسرائيل غزې ته د مرستندويه توکو او بشري مرستو د ورتلو د مخنيوي بشپړ مسووليت لري او د بېړنیو اقداماتو غوښتنه يې وکړه، چې هره ورځ لږ تر لږه ٣٥٠ مرستندويه لارۍ دې تړانګې ته ولېږدوي.

دغه کرښه د غزې څخه بهر د ناروغانو او ټپيانو د درملنې او د بشري او مرستندويه توکو د رسولو لپاره يوه اصلي دروازه ده.

څو ورځې وړاندې اسرائیلي یرغلګرو ځواکونو د رفح ښار ټولو هغو لارو باندې ولکه ترلاسه کړه، چې مصر سره پرې تګ راتګ کېده.

اوس تازه مصر له اسرائیلي چارواکو غوښتي، چې د رفح بندر بیرته پرانیزی، څو له همدې لارې جګړه ځپلو فلسطینیانو ته بشري مرستې ورسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version