د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي په کابل کې «دیني مسئایلو د ښې زده‌کړې» تر سرلیک لاندې غونډې ته ویلي، د نړۍ د ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او اوسمهال افغانستان د نړۍ په ۳۸ هېوادونو فعاله سفارتونه او استازولۍ لري.: «له بهرنیو چارو وزارت سره د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې ۳۸ استازولۍ او سفارتونه فعال دي، چې ترې هېڅ ډول د فساد او یا هم د خدمتونو په ځنډ سره ترسره کېدو شکایت نه‌دی راغلی.»

نوموړي ویلي، د نړۍ ټولو هېوادنو نه یې غوښتي چې له اسلامي امارت سره تعامل لاره غوره کړي.

د ښاغلي متقي په خبره، د نړۍ هېڅ هېواد هم د اسلامي امارت د مخالفانو ملاتړ نه کوي:«نن موږ خوشحاله یو، د نړۍ هېڅ قدرت نه غواړي، چې مخالفان تقویه کړي او دا د افغانستان لپاره یو ښه زېری دی او موږ خوشحاله یو چې هېڅ یو مخالف په دې پلمه له افغانستانه نه‌دی شړل شوی چې په دې هېواد کې ځای نه‌لري، بلکې هر څوک راتللی شي او په خپل هېواد کې ژوند کولی شي.»

نوموړي زیاته کړې، په اوس وخت دیني او عصري زده‌کړو ته جدي اړتیا ده او اوسمهال ځوانان په دواړو علومو کې زده‌کړې کوي؛ ځکه په دواړو برخو کې اړتیا لیدل کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د نړۍ په ۳۸ هېوادونو کې د فعالو سفارتونو او استازولیو خبره کوي، چې له چین پرته تر اوسه افغانستان هېڅ هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version