د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د وروستیو بمبارو په اړه اعلامیه خپره کړې او ډاډ یې ورکړی، چې افغان پوله‌ساتي ځواکونه په هر ډول حالاتو کې د خپلې خاورې د دفاع لپاره چمتو دي.

له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پاکستان د تېري په ځواب کې افغان پوله‌ساتو ځواکونو هم د پاکستان پوځي مرکزونه په درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.: «نن سهار د پاکستان کشفي او جنګي جیټ الوتکو یو ځل بیا د تېري کوونکي اقدام په ترڅ کې د افغانستان خاورې ته ننوتې، چې د پکتیکا برمل او خوست سپیرې ولسوالیو کې یې د ملکي خلکو په کورونو بمباري کړې ده.

د دغه تیري په ځواب کې د افغانستان اسلامي امارت د پوځ سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.»

د خبرپاڼې له مخې، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تېري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.

اوسمهال د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ هم د پاکستان د ډیسي توپونو گوزارونه لا هم روان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version