په کابل کې د چین سفیر ژاو شینگ د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي او د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو همکاریو غږېدلي دي.
له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د چین سفیر ښاغلي ژاو شینگ سره وکتل.
په دې کتنه کې، د چین سفیر د افغانستان او چین د اړیکو په پراختیا ټینگار وکړ وې ویل، هېواد یې د افغانستان سیاسي او اقتصادي پراختیا ملاتړ کوي چې ورسره به په سيمه کې هم اقتصادي پياوړتيا رامنځته شي.
د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالکبیر د چین سفیر ته وویل، چې د افغانستان گاونډیان باید ډاډ ولري چې اسلامي امارت هېچاته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې ورته گواښ پېښ شي.: «اسلامي امارت هیله لري چې د شانگهای همکاريو سازمان په راتلونکو ناستو کې د گډون بلنه ورکړل شي او په دې کنفرانس کې د ناظر غړي په توگه خپل حضور ولري. همدارنگه چین دې د اقتصادي ځواک په توگه د اقتصادي پياوړتيا لپاره خپلې تجربې له افغانستان سره شريکې کړي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، اسلامي امارت غواړي د سیمې هېوادونو سره پراخ سیاسي تفاهم ولري او د همکاریو زیاتوالي له لارې د سترو پروژو په پلي کولو کې رول ولوبوي.
ژاو شینگ ویلي، چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او په نړیوالو ناستو کې یې ټینگار کړی چې باید د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل وشي.
نوموړي د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته ژمنه ورکړې چې چین غواړي د روغتیا په گډون په گڼو برخو کې افغان ځوانانو ته تحصیلي بورسونه ورکړي او افغان ځوانانو ته په چین کې د زدهکړو زمینه برابره کړي.