د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د غزې تړانګې اړوند “نوازه” سیمه کې د ” العوده نصیرات” روغتون باندې برید شوی او د روغتون پنځم چت په کې تخریب شوی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر “ټیډروس ادهنوم ګیبرسیوس” د اپریل په ۲۳ مه په خپله “اکس” پاڼه له ښکېلو لوریو غوښتي، چې په روغتونونو له برید او پوځي کارونې ډډه وکړي او د سولې لپاره دې لاس په کار شي.

هغه زیاته کړې ده: ” په نصیرات روغتون د برید له امله د یاد روغتون د لمریزې برېښنا سیسټم خراب شوی دی او همدا راز د روغتون د اوبو او تېلو زیرمو ته هم زیان رسېدلی دی”نصیرات روغتون شاوخوا ۲۰۹ تنه کارکوونکي لري او هره ورځ نږدې ۱۲۰۰ تنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

یو شمېر نړۍوالو رسنیو د روغتیا نړۍوال سازمان په حواله خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال له اکتوبر څخه تر اوسه پورې په غزې تړانګه کې موجود ۳۶ روغتونونو څخه ۳۱ روغتونونه د جګړې له امله زیانمن شوي دي.

د وروستیو راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې په غزه کې د جګړې له پیله تر دې وخته څه باندې ۳۴ زره فلسطینیان وژل شوي او نږدې ۸۰ زره نور ټپیان شويدي؛ د غزې جګړې تر ټولو زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version