ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۸۳۹ تنه ځوان منسوبین، له نظامي، مسلکي او عقیدتي زده کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي.

د یاد وزارت په وینا، په دغو مراسمو کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان مولوي نصرالله مطیع په ګډون د لوېدیځ زون یو شمېر نورو نظامي او ملکي مسؤولینو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده چې، په تېرو څو ورځو کې د دفاع وزارت له ښوونیزو مرکزونو څخه له ۳۰۰۰ تنو ډېر منسوبین له مسلکي او عقیدوي زده‌کړو فارغ او د هېواد ګوټ ګوټ کې پر دندو ګومارل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version