د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۱۷ عمري قول اردو په ورکشاپونو کې د مسلکي پرسونل له لوري ۵۲۹ عرادې بېلا بېل ډوله پوځي وسایط او ۳۸ ميله بېلابېل ډوله وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.

د یاد وزارت په وینا، ترمیم شویو وسایطو کې ۵۰ زغره وال هاموي ټانګونه، اته ضربتي ټانګونه، ۶۳ اِنټرنېشنل موترونه، ۳۱۶ رنجر، شپږ فورکلفت او نور بېلابېل غير زرهې وسايط شامل دي.

دغه راز په ترمیم شویو وسلو کې، يو میل SPG9، يو ميل ٨٢ توپ، يو ميل روسي دهشکه، ۴ ميله زيو ام 23، څلور میله 249- (AKM)، ۱۲ ميله کلاشنکوف، ١٦ میله (M16) او ګڼې نورې اسلحې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version