غزه کې د اسرائیلي رژيم پر وړاندې د مبارزه کوونکي حماس غورځنګ د پوځي څانګې القسام لوا‌ وياند ابو عبيدة د‌ غزې خان يونس کې وروستي بريالي کمين‌ ته په اشارې ويلي، چې د دوی ځواکونه د اتلولۍ او زړورتیا بې سارې نمونې دي او په وينا یې وروستي کمینونه دا ثابتوي چې زموږ خلک په اوسني عصر کې ترټولو زړور او ځان قربانوونکي آزادي غوښتونکي دي.

ښاغلي عبيدة زياته کړې «ترڅو چې زموږ د خلکو پر وړاندې د اشغالګرو يرغل او جګړه دوام ولري، نو د دښمن د عسکرو جنازې او جسدونه به ان شاء الله یو عادي او ورځنی کار شي.»

نوموړي همدا راز ويلي، چې اسرائيلي حکومت خپل ولس غولوي او خپل سرتېري یې د خیالي سیاسي اهدافو لپاره د غزې د سریښو په ډنډ کې اچولي.

ياده دې وي، چې حماس غورځنګ يوه ورځ وړاندې د غزې په خان يونس کې په يوه بريالي کمين سره ۷ اسرائيلي عسکر ووژل او ۱۶ نور مرګوني ټپيان کړل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version