د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندیر جیسوال نوي ډهلي ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزير مولوي اميرخان متقي له رسېدو د دې انځور په نشر سره خبر ورکړی.
جيسوال لیکلي، چې افغان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ډهلي ته په رارسېدو تود هرکلی ويلی.
د هغه په خبره هندي لوری به له ښاغلي متقي سره په دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو موضوعاتو خبرې او بحثونه وکړي.
افغان بهرنيو چارو وزير له مسکو فارمټ غونډې وروسته د هند په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی او تمه کېږي دا سفر د افغانستان لپاره مهمې سياسي لاسته راوړنې ولري.