‏د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل وایي چې، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي دوحه کې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني سره کتلي.

د ښاغلي تکل په وینا، په دې کتنه کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو او پر ځینو سیمه‌ییزو مسائلو خبرې شوې دي.

‏د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر افغانستان سره د خپل هېواد اړیکې نږدې او ورورګلویزې یادې کړي او د سیمې له هېوادونو سره یې د افغانستان د اړیکو له پراختیا خوښي څرګنده کړې.

نوموړي د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پراختیا مهمه بللې او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور منظمې اړیکې ولري.

مولوي امیر خان متقي بیا د افغانستان او نړیوالې ټولنې ‏ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې د قطر رول ستایلی او زیاته کړې یې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې له لوړېدو سره به دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version