د کولمبیا ولسمشر ګوسټاوو پېټرو، د امریکا بهرنیو چارو وزارت له‌ خوا د ده د ویزې لغوه کېدو ته په غبرګون کې ویلي، چې د امریکا ويزه ورته هیڅ اهمیت نه لري.

نوموړي ویلي، ده یوازې د فلسطیني ولس د حقونو دفاع کړې او د صهیونیستي رژیم ظلمونه یې غندلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، نوموړي همداراز د امریکا اقدام چې د ده ویزه یې لغوه کړې، د نړیوالو قوانینو ښکاره نقص بللی دی.

د کولمبیا ولسمشر دا هم ویلي، چې د غزې د خلکو ملاتړ انساني مسؤولیت بولي، نه جرم او په خبره یې هېڅ ډول فشار به یې له دغه دریځه وا نه‌ړوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version