د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د چین د پرمختیايي همکاریو د ادارې له رئیس چن ژیاؤډونګ سره کتلي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان په بیارغونه کې د چین د پرمختیايي پروژو او نورو دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحثونه تر سره شوي.

‏د هیواد د بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې ویلي، چې له امنیت وروسته زمونږ لوی مسؤلیت د هیواد اقتصادي رغونه ده چې د افغانستان سرپرست حکومت له خپلو ټولو وسائلو په استفادې دغې برخې ته ځانکړې پاملرنه کوي.

نوموړي دغه راز هیله څرګنده کړې، چې د زراعت، انرژۍ او اوږد مهاله پروژو په برخه کې د افغانستان او چین تر منځ نږدې همکارۍ رامنځته شي.

بل خوا د چین د پرمختیایي همکاریو ادارې رئیس ژیاؤډونګ له افغانستان سره د صحت، انرژۍ، زراعت او ظرفیت جوړونې په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې له افغانستان سره خپلو دوامدارو همکاریو ته ادامه ورکړي.

‏نوموړي همداراز د افغانستان د بنسټیزو تأسیساتو د آبادۍ، مالدارۍ او د نفتو او ګازو د امکان سنجۍ د مطالعې او تحقیق په برخه کې د همکاریو ژمنه هم کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version