‏د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي، د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير شهزاده فيصل بن فرحان، سره د ټيليفوني تماس له لارې د دواړو هېوادونو پر اړيکو، سيمه‌ييزو مسايلو او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعيت تفصيلي خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي متقي د سعودي عربستان د رغنده ديپلوماتيکو هڅو او د سيمه‌ييز ثبات په برخه کې د فعال رول ستاینه کړې او ټينګار يې کړی چې افغانستان له څو لسيزو جګړو او بې‌ثباتۍ وروسته، له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ مثبتې اړيکې غواړي.

ښاغلي متقي څرګنده کړې، نوموړي افغانستان د هېچا پر ضد منفي نيت نه لري او خپل امنيتي تدابير يوازې د خپل امنيت د خوندي کولو په چوکاټ کې تنظيموي چې وروستي امنيتي اقدامات دفاعي، متقابل او د وضعيت د مهارولو په موخه ترسره شوي.

ورته مهال د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير په سيمه کې د موضوعاتو د ديپلوماتيک حل پر ارزښت ټينګار کړی او هيله يې څرګنده کړې چې ټول لوري د متقابل درناوي، د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د اصولو مراعات ته ژمن پاتې شي.

شهزاده فيصل بن فرحان د اختلافاتو د حل لپاره د ډيالوګ او سياسي لارو چارو په اړه د افغانستان د څرګند دريځ هرکلی هم کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version