د بهرنيو چارو وزارت د عامه‌ اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل وایي، د دغه وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د ايران د بهرنيو چارو وزير سلاکار محمد رضا بهرامي او کابل کې د دغه هېواد سفير سره کتلي.

د ښاغلي تکل په وینا، مولوي امیرخان متقي په دې ليدنه کې ايراني لوري سره د اړيکو پر نوي فصل، وروستيو پرمختګونو، کډوالو او اوبو موضوعاتو خبرې او بحث کړی.

د هېواد د بهرنيو چارو وزير ايران سره د افغانستان اړيکې مخ پر ودې بللي او ټينګار يې کړی چې دواړه هېوادونه له شته فرصتونو بشپړه ګټه پورته کړي.

له بل لوري د ایران د بهرنیو چارو وزیر سلاکار محمد بهرامي کابل ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير له وروستي ‏سفر وروسته دوو اړخيزو اړيکو کې نوی پړاو ياد کړی او ټينګار يې کړی چې دواړه هېوادونه وکولای شي خپل‌منځي اړیکې په ښه ډول مديريت کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version