‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي سره کتنه کې پر ایران د صهیونیستي رژیم بریدونه غندلي او دا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې په سیمه کې د نوي وضعیت او د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو د لېږد په تړاو خبرې وشوې.

د خبرپاڼې له‌مخې مولوي امیر خان متقي ویلي، چې افغانان د ایراني ولس ترڅنګ ولاړ دي او سرپرست حکومت چمتو دی، چې د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو د راګرځېدو په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، چې له سعودي عربستانه د افغانستان له لارې تلونکو حجاجو ته تر یوې میاشتې د ویزې معافیت په نظر کې نیول شوی او همداراز په هرات کې د سیمه‌ییزو ارګانونو ته لارښوونه شوې څو د ایراني حاجیانو د خوندي لېږد لپاره ټولې لارې چارې په نظر کې ونیسي.

ورته مهال کابل کې د ایران سفیر د سرپرست حکومت له‌خوا ایراني حاجیانو ته د اسانتیاوو دچمتو کولو له امله یې منننه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزو اړیکو کې د ستاینې وړ اقدام بللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version