په افغانستان کې د اشغالګرو له ماتې وروسته، یو شمېر هغه کسان چې ژوند یې د پردیو په غلامۍ کې تېر شوی او تل یې د خیرات لاس د اسلام دښمنانو ته اوږد کړی دی، یو ځل بیا د نوي بادار په لټه کې د لوېدیځ کلیساګانو ته لاړل او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره یې له هېڅ ډول هڅې ډډه ونه کړه.
د دې مخالفې جبهې یوه بله ډله، د پخواني تنظیم شوي پلان له مخې، چې د جمهوري نظام له سقوط مخکې یې معاشونه امریکا (د ایران دښمن) ورکول، د اشغالګرو له تېښتې وروسته ایران ته پناه یووړه، خو د ایران دولت چارواکو له کوم ځنډ پرته دوی ته په خپل هېواد کې ځای ورکړ، په داسې حال کې چې خبر نه وو چې دې ډلې تر پرون پورې افغانستان په پیسو پر امریکا پلورلی و او حتی د موساد له مامورینو (برنارډ) سره یې ګډې پروژې لرلې.
د ایران دولت چارواکو به حتماً په نړۍوالو رسنیو کې لیدلي وي چې تېر کال احمد مسعود له یوه مشهور او باوري نړوال خبریال سره په مرکه کې د اسلام تر ټولو لوی دښمن، یعنې اسرائیلو څخه د افغانستان له حکومت سره د مقابلې لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.
که څه هم دا غوښتنه ښايي د ایراني چارواکو لپاره ټکانورکوونکې وي، خو افغان ملت چې د دې مخالفې جبهې له بنسټ او ماهیت څخه خبر دی، پوهېږي چې احمد مسعود په افغانستان کې د ایران د رضا شاه پهلوي په څېر دی، چې دواړه په ایران او افغانستان کې د صهیونیستانو لپاره د پښې ځای او اډې جوړولو هڅې کوي.
نو د ایران دولت ته د اسلامي امت د یوه بچي په توګه یو ځل بیا وایو چې دا مخالفه جبهه، چې افغانستان یې پر لوېدیځوالو وپلوره او دې خاورې ته یې وفاداري ونه کړه، هېڅکله به د ایران مالګه او ډوډۍ په مېړانه له خپل ستونې تېره نه کړي او ډاډه اوسئ چې په ایران کې دوی ته ځای ورکول په لستوڼي کې د مار روزلو په څېر دي چې په پای کې به خپل روزونکی وچيچي؛ نن تاسو پر ایران باندې د اسرائیلو په برید کې د دې عذاب د لیدو شاهدان یاست چې د صهیونیستانو د جاسوسانو له خوا د ایران په بېلابېلو برخو کې ترسره کېږي.
نه پوهېږو چې د ایران دولت چارواکو د دوی په اړه استخباراتي قافیه څنګه بایللې ده؛ دا په داسې حال کې ده چې د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف، چې د ایران د ملت هممذهبه او همتباره دی، له اسرائیلو سره د اړیکو په جوړولو سره سملاسي د ایران د دولت له سخت غبرګون او د اړیکو له پرېکون سره مخ شو، خو له اسرائیلو سره د دغو کسانو د اړیکو په اړه د ایران له لوري هېڅ غبرګون نه دی ښودل شوی.
موږ افغان ملت بار، بار ویلي او دا ځل هم اتمام حجت کوو چې دا جبهه د اسرائیلو عوامل دي او په سیمه کې د بني صهیون لپاره د اډې جوړولو په لټه کې دي. غوره دا ده چې دا عناصر یا افغان حکومت ته وسپارل شي او یا له ایرانه وشړل شي، ترڅو د دواړو اسلامي هېوادونو اړیکې تر پخوا ډېرې د دوستۍ او ورورولۍ په لور لاړې شي او د دښمنانو شیطانت شنډ شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.