د سرپرست حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوی یې د جبري راستنېدونکو هیوادوالو د وضعیت څارلو په موخه هرات ته ورسید.

د خبرپاڼې له‌مخې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته رسېدنې عالي کمیسیون رئیس مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ دغه پلاوی به له نږدې له ګاونډي هیواد ایران څخه د جبري را ستنېدونکو هېوادوالو د بهیر څارنه وکړي او د هغوی لپاره به د لازمو اسانتیاو برابرولو او ستونزو ته رسېدنې په پار عاجل اقدامات تر سره کړي.

د ویلو ده، چې په دې وروستیو ورځو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ چټکه شوې او اټکل کېږي چې په تېرو څو ورځو کې تر سل زره زیات هېوادوال هېواد ته راستانه شوي وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version