د پرځېدلي جمهوریت فعالان، د شر او فساد عاملین او بغاوتګر پر خپلو رسمي او شخصي ادرسونو او اکاونټونو، د تکراري څهرو تکراري چیغې، له کرکو او نفرتونو ډکې خبرې، له تعصب او قوميت څخه نه تېرېدونکې څرګندونې او هېواد ته د بیرته راګرځېدو دروغجن شعارونه د ولس په وړاندې د سړې جګړې د ابزار په توګه استفاده کوي.
د تېرو دریو کلونو په جریان کې د شر او فساد عاملین هېواد ته د راګرځېدو شعارونه، په ټولنیزو رسنیو کې د ځان مطرح کولو ډنډورې او وخت نا وخت د خطر زنګونه ډنګوي، داسې څرګندوي چې ګویا هېواد د یوې نوې جګړې په لور روان دی؛ دوی خیالي او کاذب شعارونه ورکوي، چې موږ در روان یو، سپورټونه وکړئ! ځانونه چمتو کړئ! دا وکړئ او هغه وکړئ، دا به کېږي او هغه به کېږي.
د شر او فساد عاملین غواړي کاذب او غولونکي شعارونه، په هېواد کې د سړې جګړې د ابزار په توګه د کرکې او تعصب د پارولو لپاره وکاروي، همدا راز غواړي د قومونو ترمنځ بېلتون او اختلافات زیات کړي، د سرپرست حکومت په وړاندې کرکه او نفرت وپاروي، د ولس احساسات راوپاروي او عامه افکار د یوې ځانګړې موخې په لورې سوق کړي.
د شر او فساد کاذب شعارونه تنها د شعارونو تر کچې محدود پاتې شوي، نه اغېزمن تمامېدلای شي او نه هم د خلکو باور ترلاسه کولای شي، ځکه د شعارونو تر شا یې عملي تګلارې شتون نه لري، قول او عمل یې خپله یو له بل سره په ټکر کې دي او نه شعارونه د داسې افرادو له خولو وتلي دي، چې باور دې پرې وشي. دا یوه سیاسي وسیله ده؛ چې تر ډېره له کاره لوېدلی عمل ګڼل کېږي.
دا چې دوی له صحنې بهر شول او د سیاست له ډګره ایسته وغورځول شول، نو د دې لپاره چې نوم يې خاموش نه شي، باید په رسنیو کې شور جوړ کړي؛ تر څو د خلکو پام ځان ته واړوي.
دې سیاسي بېچاره ګانو ته د پیسو ګټلو بله لار نه ده ورپاتې، په قدرت او سیاست کې د پاتې کېدو لپاره دې ته هم تیار دي، چې د نړۍ په هر بازار کې سودا ورباندې وشي او ځانونه وپلوري، د ملي ارزښتونو پر وړاندې سنګر ونیسي او ملي هویت داغدار کړي؛ مګر د تعصباتو په ډنډ کې ډوب بغاوتګر دومره لویه دعوه مخته نشي وړلای، ځکه د هېواد او ولس دغه واقعي دښمنان نور د ابد لپاره له کاره لوېدلي، منفور او رټل شوي دي، نور یې خلک نه سړې جګړې ته اهمیت ورکوي او نه هم لاپو او شاپو ته.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.