د مکسیکو د ولسمشرۍ دفتر خبر ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ لخوا د دغه هېواد پر سوداګریزو توکو د ۲۵ سلنه تعرفو لګولو په غبرګون کې به دوی متقابل اقدامات ترسره کړي او د امریکا پر صادراتي توکو به تعرفې وضع کړي.

بل خوا، د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د ۱۵۵میلیارده ډالرو په ارزښت پر امریکايي سوداګریزو توکو د ۲۵ سلنه تعرفې لګولو خبر ورکړی. نوموړي ویلي، چې کاناډا له امریکا سره د معدني توکو او نورو اقتصادي همکاریو په برخه کې پر نورو بندیزونو هم غور کوي.

ټروډو ټینګار کړی، چې د کاناډا ځواب به تر دې هم پراخ وي او په دې برخه کې به ورځني مصرفي توکي لکه میوې، سبزیجات، عطر، جامې، بوټان، د کور لوازم، فرنېچر، سپورتي تجهیزات او ډېر نور څه شامل وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version