د پاکستان د طالبانو غورځنګ د تېرې جنوري مياشتې بريدونو تفصيلي راپور خپور کړی او ويلي یې دي چې ځواکونو یې تېره جنوري مياشت د پاکستان په امنيتي ادارو ۱۱۰ بريدونه کړي چې د پاکستان حکومت د پوځ او بېلابېلو ادارو ۷۵ کسان پکې وژل شوي او ۸۵ نور ټپيان دي.

په ترسره شويو بريدونو کې تر ټولو ډېر ۱۷ بريدونه په ټانک ولايت کې شوي، ۱۷ نور په شمالي وزيرستان کې او په جنوبي وزيرستان، دېره اسماعيل خان، خيبر او بنو ولايتونو کې بيا ۱۳، ۱۳ بريدونه شوي دي.

د معلوماتو له مخې د بريدونو په ډول کې چريکي، هدفي‌، ځوابي، سرتېري، کميني، تعرضي، او ليزري بريدونه شامل دي.

د پاکستان د طالبانو غورځنګ زياتوي چې په يادو بريدونو کې یې ۸ عرادي پوځي وسايط، يو ټانکر، يوه ډرون کامره او ۱۷ څارونکې کامرې هم تخريب کړي دي.

دغه راز په يادو بريدونو کې ۱۳ ميله کلاشينکوفونه، ۱۶ شاجورونه، ۲ مخابرې، ۱ موټر، ۱موټر سايکل او ګڼ شمېر نور پوځي او غير پوځي وسايط هم د پاکستان د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version