رویټرز راپور ورکړی، چې د مکسیکو د پوئبلا ایالت په تهویتزینګو سیمه کې وسله‌والو پر یوه کور برید کړی چې له امله یې ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، په وژل شویو کې شپږ نارینه، ۳ ښځې او یو ماشوم شامل دي.

د پوئبلا امنیتي ادارو ویلي، چې بریدګر له سیمې تښتېدلي دي. چارواکو د بریدګرو د هویت او د برید د انګېزې په اړه څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version