لیکوال، ژورنالست او ټولنیز فعال میرویس افغان کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ د پاکستاني پلاوي سفر ته په اشارې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، طالبانو (سرپرست حکومت) پر پاکستان د ټولې نړۍ پر وړاندې دروند ډیپلوماټیک ګذار کړی.
نوموړي لیکلي: «د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین استقبال ډېر خوند راکړ، طالبانو د نړۍ په وړاندي پاکستان ته سخته ډیپلوماټیکه څپېړه ورکړه».
نوموړی وړاندې پاکستان کې روان وضعیت ته په اشارې لیکي: «که څه هم افغانان جګړو ځپلي دي او تر ډېره بریده یې په سرونو کې د شک تیوریانې ازانګې کوي؛ خو دې کې هیڅ شک نشته چې پاکستان په عذاب دی، ښه پوره په عذاب دی؛ هیڅ وسیله او هیڅ هڅه یې کار نه کوي.»
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام دغه راز پر ډیورنډ فرضي کرښې د پاکستاني لوري وروستي تحرکاتو ته په اشارې ویلي چې، پاکستان پر طالبانو (سرپرست حکومت) د فشار اچولو لپاره پرلهپسې هڅې وکړې او په وینا یې د پاکستان دا ټولې هڅې شنډې شوې او له مجبوریته یې د خبرو اترو سیاست ته خپل مخ واړاوه.
نوموړي له پیله تر اوسه د پاکستان پر وړاندې د سرپرست حکومت دریځ ستایلی او ټینګار یې کړی چې، سرپرست حکومت باید تر هغې له پاکستان سره د هر ډول خبرو دروازې وتړي چې تر څو د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د جبري اخراج پروسه نه وي درېدلې او د لېږد لپاره یې یو بشپړ میکانیزم نه وي جوړ شوي.
د نوموړي په وینا که دا چاره ترسره شي، دا کار به نه یوازي سرپرست حکومت لا ځواکمن ثابت کړي بلکې کډوالو ته به په عزت د لېږد لاره خلاص او پاکستان به د فشار دا وسیله هم له لاسه ورکړي.