د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د دې وزارت اړوند د هوایي ځواک او هوایي مدافعې پوهنتون څخه لس تنه پیلوټان له مسلکي، نظري او عملي زده کړو څخه وروسته تېره ورځ یکشنبه (د وري، ۳۱مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي بازمحمد حمیدي، د ستر درستیز درستیزوال مولوي شبير احمد عثماني د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عزیزالرحمن منصور او د یاد وزارت ګڼ شمېر قومندانانو، مسؤولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عزیزالرحمن منصور په خپلې وینا کې فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ ویلي چې، «د دې نظام دفاع او ساتنه پر موږ باندې فرض ده، کوښښ وکړئ خپل مسؤلیت ته مسؤلیت ووایئ؛ تاسو ته د ملت سترګي دي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version