د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ميتيو مېلر له مشهورې خبري رسنۍ فاکس نیوز سره په خبرو کې له امريکا نه د شر او فساد ډلې وروستۍ هيلې ته په اشارې ویلي، چې دغه هېواد په افغانستان کې له وسله‌والې جګړې ملاتړ نه کوي.

فاکس نيوز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند له قوله ليکلي چې نوموړي وېلي؛ امریکا نه غواړي چې یو ځلې بیا په افغانستان کې جګړه توده شي.

يادې خبرې فاکس نيوز په خپل يو راپور کې وروسته له هغې خپرې کړې دي چې څو ورځې وړاندې د خيالي مقاومت ډلې( شر او فساد) مشر احمد مسعود په ناهيلۍ په يوه ويډيو کې وايي چې دوی يواځې پرېښودل شوي او امريکا او اروپا یې ملاتړ نه کوي.

همدارنګه د يادولو ده، چې تېر کال د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي و، چې د اسلامي امارت پر وړاندې د جګړې ملاتړ نه کوي او دا د افغانستان په ګټه هم نه بولي.یاد وزارت ټینګار کړی و، چې له اسلامي امارت سره د تعامل پرته بله لار نه ده پاتې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version