رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، تېره شپه د ناروې په پلازمېنه اسلو ښار کې د اسرائیل سفارت او د دغه هېواد شاهي ماڼۍ ته نږدې یوه نسبتاً زوروره چاودنه رامنځته شوې ده.
سرچينې د ناروې د امنیتي چارواکو له قوله ويلي، چې له لومړۍ چاودنې وروسته يوه اندازه نور چاودېدونکي توکي هم په سیمه کې موندل شوي او د پېښې په تړاو يو ۱۳ کلن هلک نیول شوی دی.
په ياده چاودنه کې تر اوسه د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی؛ خو پوليسو مالي زيان تاييد کړی دی.
ياده دې وي، چې پر غزې د اسرائيلي رژيم له يرغل راوروسته په ګڼ شمېر هېوادونو کې د دې رژيم سياسي استازي يا هم سفارتونه په يو لړ بريدونو کې هدف ګرځول شوي دي.