د پنجشېر ولایت مقام رسنيز دفتر وايي، د دې ولايت یو تن پانګه وال حاجي سید محمود د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د ۵۰ زره ډالرو په لګښت د يوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل کړې.
سرچينه وايي په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم د ياد پانګه وال هڅې ستايلي او ډاډ یې ورکړی، چې په ټولو برخو کې به ورسره همکاري کېږي.
نوموړي له نورو پانګه والو څخه هم غوښتي چې د ولایت د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې خپله برخه واخلي.
په ورته وخت کې د پنجشېر د عامې روغتیا رئیس حجت الله مجددي ويلي، چې د دې روغتون په جوړېدو سره به د دغه ولايت کې د روغتیايي خدماتو کیفیت ښه او خلک به له معیاري خدماتو برخمن شي.
ياده دې وي، چې پنجشېر ولايت له مرکزي روغتون څخه بې برخې دی؛ خو اوس تازه دې ولایت لپاره د ۱۴۷ ميليونه افغانیو په لګښت د مرکزي روغتون د جوړولو پروژه منظوره شوې چې ډېر ژر به یې چارې پيل شي.