بلوڅ بېلتون پالو ته اړوند رسنيز ادرس «باهوټ» خبر ورکړی، چې نامعلومو وسله والو د پاکستان د سند ايالت د حیدراباد ښار په مټیاري سیمه کې په پاکستاني پوځيانو بريد کړی دی.
باهوټ د سیمه ییزو رسنیو له قوله ويلي، چې وسله والو د پاکستاني پوځيانو په ګزمې ډزې کړي او مرګژوبله یې ور اړولې ده.
سرچينې د اوښتې مرګژوبلې د دقيق شمېر په اړه څه نه دي ويلي.
که څه هم د ياد بريد مسوليت تر دې دمه کوم چا په غاړه نه دی اخيستی؛ خو څه موده وړاندې پاکستاني طالبانو د پنجاب او سند ايالتونو لپاره خپل والي ټاکلی او هلته یې د بريدونو ګواښ کړی و.
