انډپنډنټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ناپېژانده وسلهوالو د نایجیریا زامفارا ایالت کې ۱۷ بزګران وژلي او یو شمېر نور یې تښتولي دي.
سیمهییز چارواکو ویلي، وسلهوالو د باج او لوټمارۍ لپاره پر کرنیزو ټولنو بریدونه زیات کړي، چې له امله یې کروندګر د خپلو ځمکو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) هم خبرداری ورکړی چې د دغه وضعیت دوام به یاد هېواد کې د فقر زیاتېدو لامل وګرځي.


