وروسته له هغې چې د غزې د تخليې په اړه د ټرمپ پلان د نړۍ په کچه په ناندريزه‌ موضوع بدل شو تازه د صهيونيستي اسرائيلو لومړي وزير نتنياهو د ټرمپ سره ليدل او خبرې په تېرو شلو کلونو کې د ځان لپاره د امريکا له ټولو ولسمشرانو سره د شويو خبرو نه ډيرې ګټورې او مهمې يادې کړې دي.

نتنياهو یو ځل بیا د غزې د تخليې په اړه د ټرمپ د پلان ننګه کړې او ويلي یې دي«غزه کې داسې حکومت جوړوو چې حماس يا فلسطيني دولت پکې شتون ونه لري».

د صهيونيستي رژيم لومړي وزير زياته کړې هر څوک چې زموږ په وړاندې وسلې را وباسي ځواب به يې ويني، په منځني ختيځ کې بدلون راتلونکی دی او جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې.

نتنياهو همدا راز ويلي؛ له ټرمپ سره دې نتيجې ته رسېدلی چې له غزې څخه بايد فلسطينيان وويستل شي او کوم بل ځای ته منتقل شي.

ياده دې وي چې د ټرمپ او صهيونيستي رژيم دې خيالي پلان ته د فلسطين خلکو، حماس غورځنګ، ګڼو نړيوالو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو توند غبرګون ښودلی، غزه یې د فلسطينیانو خپله خاوره ګڼلې او د ټرمپ پلان یې احمقانه بللی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version