د حماس د پوځي څانګې القسام لوا ویاند ابو عبیدة ويلي، چې د صهيونيستي رژيم له لوري د اوربند د تړون ژمنې ماتې شوي او له همدې امله به د اسرائيلي بندیانو سپارل تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شي.

ښاغلي عبيدة زياته کړې «په تیرو درېیو اوونیو کې، د غورځنګ مشرتابه د دښمن له خوا د ژمنې ماتولو او د تړون شرایطو ته د نه ژمنتیا شاهد پاتې شوی او له همدې امله د بنديانو خلاصون ځنډوو او خبرداری ورکوو چې کړې ژمنې عملي کړي».

ښاغلي عبيدة ويلي صهيونيستي رژيم د غزې شمال ته د بې ځایه شویو خلکو راستنېدل ځنډولي او د غزې په ځينو سیمو کې یې بمبارد او ډزې کړي دي.

د‌ حماس غورځنګ په خبره صهيونيستي اسرائيلو دغه راز ټولو بشري مرستو ته غزې ته د ننوتلو اجازه هم نه ده ورکړی چې دا د تړون له ژمنو ښکاره سرغړونه ده.

حماس غورځنګ ټينګار کړی چې دوی د تړون شرايطو ته ژمن‌ دي خو په دې شرط چې صهيونيستي رژيم هم ورته ژمن پاتې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version