د کورنيو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو ۹۹۹ قطعې خبر ورکړی چې په ننګرهار ولايت کې یې درې تنه هېوادوال د تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي.

د ځانګړو ځواکونو په ټويټر پاڼه ليکل شوي چې ياد کسان پرون د یکشنبې ورځ ۴:۳۰بجې د نامعلومو کسانو له لوري د ننګرهار ولايت شيخ مصري ښارګوټي څخه اختطاف شوي وو، چې نن د ځانګړو ځواکونو په شپږ ساعته عملياتو کې درې واړه چې يو تن یې د مزل راډیو خبریال وو د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي.

همدا رنګه زياته شوې، چې د پېښې په تړاو درې تنه نارينه او دوه ښځې نيول شوي، چې له لومړنيو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version