ورځ او نېټه: یک شنبه، ۱۴۴۶/۲/۱۵ ھ ق.

– [ ] افغانستان:

۱_د شهيدانو او معلولينو وزارت: پنجشېر کې له يو شمېر یتيمانو سره نغدي مرسته وشوه.

۲_کابل ښاروالۍ: د فروشګاه په سیمه کې د یوه سواګریز مارکېټ د جوړلو چارې روانې دي.

۳_د پخواني حکومت د عامي روغتيا وزارت مسلکي معين هېواد ته راستون شوی.

۴_افغانستان د هيڅ هېواد لپاره تهدید نه ده.

۵_عبدالحق همکار: نشه يي توکي له ایرانه افغانستان ته قاچاق کېږي تهران يې باید مخنیوی وکړي.

۶_د بهرنيو چارو سرپرست په کابل کې د ازبکستان له لومړي وزیر سره کتلي.

۷_د بغلان د پاسپورټ آمریت په تېرو درېيو کلونو کې ۲۴۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

۸_ټولګټو وزارت د سرک جوړونې د دوه لويو پروژو د پيل خبر ورکوي.

– [ ] سیمه:

۱_پاکستاني طالبان: ديره اسماعيل خان کې په يو بريد کې پنځه پوځيان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

۲_د پاکستان وروستيو سېلابونو کې څه باندې ۱۹۵ کسان مړه شوي.

– [ ] مینځنی ختیځ:

۱_صهيونيستي عسکر له وحشتونو تر ځان وژنې.

۲_کولمبيا اسراييلو ته د ډبرو سکرو صادرات بند کړل.

۳__غزه کې د اوربند هڅې؛ بلېنکن اسراييلو ته سفر کړی.

۴_يحییٰ سنوار: هغه اوربند چې شرط یې د فلسطين خاوره بايلل وي هېڅکله نه منم.

۵__د الجزایر ولسمشر: د فلسطين قضيه يواځې د فلسطين نه بلکې زموږ د ټولو ده.

– [ ] نړۍ:

۱_د امريکا ټاکنو ته نومانده جيل اسټاين: د نړۍ ټولې جګړې د امريکا د سياست پايله ده.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version