د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په ختیځ زون کې یې د نیمه قیمتي ډبرو کرومایټ، نفرایټ، سر پنټین د پلور بازار د لومړي ځل لپاره پرانیست.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پلور دغه بازار د ننگرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې موقیعت لري.: «د کان کېندونکو د نیمه قيمتي ډبرو د پلور په موخه جوړ شو، شرکتونه او کان کېندونکي کولی شي خپلې نیمه قيمتي ډبرې د علاقمندانو لپاره وړاندې او وپلوري.»

د خبرپاڼې له مخې ، د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د پلور ډېر مرکزونه جوړ کړي، تر څو د کانې زېرمو د قاچاق مخنیوی وشي او ټول کورني او بهرني علاقمندان وکولی شي له دغو مرکزونو څخه د خپلې خوښې اړوند جنس په قانوني او ډاډمنه توگه وپلوري او انتقال یې کړي.

په هېواد کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو بېلابېل کانونه شته، چې اوسمهال د گڼو کانونو د استخراج چارې پیل شوې او هره میاشت د حکومت خزانې ته مېلیونونه افغانۍ عواید راځي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version