سه شنبه / د کب ۷ مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ډېر جر و بحث وروسته په دې وتوانېده، چې په غزه کې د بېړني اوربند پرېکړه تصویب کړي.

دغه پرېکړه لیک د روژې په مبارکه میاشت کې د بیړني اوربند، له قید او شرط پرته د ټولو یرغمل شویو ازادي او بشرپالو مرستو ته د ټولو خلکو د لاسرسي د تضمین غوښتنه کوي.

یاد پرېکړه لیک تصویب ته ۱۴ هېوادونو مثبته رایه ورکړې او امریکا هم د تمې پرخلاف ممتنع رایه ورکړې ده.

بل لور ته یو شمېر اسرائیلي رسنیو راپورونه خپاره کړي، چې اسراييلو د ۴۰ تنو اسرائيلي بندیانو په بدل کې د ۷۰۰ فلسطيني زندانیانو د خوشي کولو پر سر موافقه کړې ده.

د اسرائیلو راډیو تلویزیون په یو راپور کې اعتراف کړی، چې “تل ابیب” په قطر کې د وروستۍ اونۍ د خبرو اترو په جریان د اسرائیلو د ۴۰ تنو نیول شويو د خوشې کېدو په مقابل کې د ۷۰۰ تنه اسیر شوو فلسطینیانو د خوشې کولو سره موافقه ښودلې ده.

د دې ور اخوا “العربیه” رسنۍ راپور ورکړی، چې د حماس او اسرائیلو تر منځ دغه نوی بدلون د هغو درې جانبه (متحده ایالات، مصر او قطر) د خبرو اترو له امله رامنځ ته شوی، چې د قطر په پلازمینه قطر کې ترسره شوې وې.

به دغه ګزارش کې د اسرائیلو یو لوړ پوړي چارواکي په حواله لیکل شوي، چې اسرائیلو موافقه ښودلې، چې د خپلو ۴۰ تنو نیول شویو پوځیانو په مقابل کې، د ۷۰۰ تنه نیول شويو فلسطینیانو د خوشې کېدو ترڅنګ هغه ۱۰۰ تنه هم خوشي کړي، چې د ټول عمر قید پرې وتلی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version