د ننگرهار ځايي چارواکي وايي، د دوستوخېل خیریه بنسټ له لوري په جلال‌اباد ښار کې د تلسیمیا ناروغانو وړيا مرکز پرانیستل شوی دی.

د ننگرهار له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د یاد مرکز پرانیستې ته د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پلان مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي، د ننگرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي شریف الله امین او گڼو نورو چارواکو هم برخه اخیستې وه.

په خبرپاڼه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پلان مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي له قوله ویل شوي، اوس په هېواد کې ډاډمن امنیت دی او زموږ بااحساسه پانگه‌وال دې له نظام سره یو ځای شي او د خپلو هېوادوالو خدمت ته دې اوږه ورکړي.

نوموړي ویلي، د عامې روغتیا وزارت له دغه مرکز سره پوره همکاري او لا پرمختگ په برخه کې پوره هڅه کوي.

د ننگرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف له هېوادوالو غوښتي، چې د تلاسیمیا په بدې ناروغۍ اخته ناروغانو ژوند ژغورلو لپاره دې د اړتیا پرمهال وینه ورکړي.شریف وویل، اوسمهال په ننگرهار کې ۱۷۰۰ تنه د تلسیمیا په ناروغۍ اخته دي.

د دغه مرکز په جوړېدو د تلسیمیا په ناروغۍ اخته ماشومانو خوښي ښکاره کړې او له هېوادوالو یې غوښتي، چې له یاد مرکز سره د مالي مرستې سربېره د وینې مرسته هم روانه وساتي، چې د اړتیا پر مهال د تلسیمیا ناروغانو ته ورکړل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version