له افغانستان او عراق څخه ستانه شوي شپږ لکه امریکایي پوځیان له رواني او ذهني ستونزو کړیږي.
امریکا په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان او ۲۰۰۳ کې پر عراق یرغل وکړ چې دغو جګړو کې دوه میلیونه امریکایي پوځیانو دنده ترسره کړه.
امریکایي سي بي ایس په یو مطلب کې لیکلي چې له دغو پوځیانو اوس شپږ لکه یې په سختو رواني او ذهني نارامیو اخته دي.
ډیرو پوځیانو ته دغه ستونزې د جګړې پر مهال چاودنو له امله پیدا شوي دي.
مطلب کې راغلي چې له دغو پوځیانو سره د دوی د کورنیو کوچنیان هم له ستونزو سره مخ دي.
دغه میلیونونه کوچنیان چې له ټپي شویو پوځیانو سره یو ځای اوسیږي، د پوځیانو له امله دوی هم له ډیپریشن او ویرې سره په جګړه دي.
ځینې مهال دغه ډیپریشن او ویره دومره سخته وي چې ناروغ تر ځانوژنې رسوي.
رسنۍ د چک روټنبري په نوم له هغه امریکایي سره هم خبرې کړي چې په افغانستان کې ټپي شوی و.
هغه په افغانستان کې اووه میاشتې تیرې کړې وې. د چاودنې پر مهال یې اعصابو ته زیان رسیدلی او له سختو رواني ستونزو څخه کړیده.
د چک ښځې لیز هم ویلي چې میړه یې له ذهني او فزیکې ستونزو سره مخ وو.
لیز زیاته کړې چې میړه به یې ژړل او نه پوهید چې ولې ژاړي.
افغانستان او عراق کې د جګړې پر مهال زرګونه امریکایي پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي وو.