د ننگرهار د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د جلالاباد ښار په څلورمه ناحیه کې د یو کشفي عملیات په ترڅ کې یې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منگولو ژغورلی دی.
له امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد ماشوم شپږ ورځې وړاندې انسان تښتوونکو تښتولی و او له کورنۍ څخه یې د ډېرو پیسو غوښتنه کوله.
د خبرپاڼې له مخې، ژغورل شوی ماشوم یې خپلې کورنۍ ته سپارلی او انسان تښتوونکي په تېښته بریالي شوي دي، چې د پولیسو تر جدي څار لاندې دي.
نږدې دوه میاشتې وړاندې هم په جلالاباد کې انسان تښتوونکو یو ماشوم تښتولی و، چې وروسته یې وژلی و.
د کابل په گډون د هېواد په لویو ولایتونو کې وخت ناوخت د انسان تښتوونې خبرونه رسنیز کېږي؛ خو امنیتي ځواکونو له لوري ډېر ژر ژغورل کېږي او انسان تښتوونکي په خپله سزا رسېږي.