د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د روانې غبرگولي میاشتې له ۱۲مې نه تر ۱۳ مې پورې د هېواد په لوېدیځ کې د نسبتاً چټکو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل شوی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادو بادونو د چټکوالي کچه په بېلابېلو سیمو کې ۶۰ څخه تر ۸۰ کیلومتره په ساعت اټکل کېږي.

له تېرې اوونۍ راهیسې د کابل په گډون د هېواد ختیځ ولایتونه د سختو بادونو شاهدان دي، چې له امله یې گڼې ونې زیانمنې کړي دي.د هېواد لوېدیځ هرات او سوېلي ولایتونه نیمروز، فراه او زابل د کال په ډېرو موسمونو کې سخت بادونه لري؛ خو نور ولایتونه بیا کم بادونه لري.

له تېرو درېیو میاشتو راهیسې افغانستان له گڼو بېلابېلو طبیعي پېښو سره مخ دی، چې تر دې مهاله زرگونه تنه پکې زیانمن شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version