د کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد په لسو ولایتونو کې د غلاوو، قمار، غصب، اخلاقي فساد، ناقانونه وسلو ساتلو او نورو جنايي جرمونو په تړاو یې ۴۸ تنه نیولي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ۱۲ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په نورستان، ۱۰ مجرمین په کندوز، اووه تنه په فاریاب کې د قمار په تړاو، څلور غله په جوزجان، درې تنه د غصب په تړاو په هرات، پينځه تنه د قمار په تړاو په سرپل، دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په بلخ، دوه غله په تخار، دوه تنه د نظامي تجهیزاتو د ساتلو په تړاو په کاپیسا او یو غل په سمنگان کې نیول شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، همدرانگه ترهگرۍ سره د مبارزې پولیسو د کاپیسا په اړوند سیمو کې زرگونه سپکې او درنې مرمۍ موندلي او ضبط کړي یې دي.

د یو بل خبر له مخې، د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو په تخار، نورستان او دایکندي ولایتونو کې ۱۱ جریبه د نشه‌يي توکو کښت اړولی دی.

«همداراز پولیسو د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو دوه تنه په ننگرهار کې له ۱۰ کیلو شیشې سره، درې تنه په فراه، دوه تنه په دایکندي او یو تن په کاپیسا ولایت کې نیولی دي.»

یاد وزارت ویلي، په هېواد کې د بشپړ امنیت په موخه پولیس شپه او ورځ هلې ځلې کوي، څو مجرمین ونیسي او عام خلک په ارامۍ د ژوند چارې پر مخ یوسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version