د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، نن د افغان حاجیانو لومړی کاروان له سعودي عربستان څخه کابل ته راستنېږي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، هغه حاجیان په لومړیو الوتنو کې هېواد ته راستنېږي، چې مدینې منورې ته نه دي تللي.:«د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د اریانا افغان او کامایر هوايي شرکتونو ترمنځ د حاجیانو د لېږد او رالېږد د هوکړې پر بنسټ يادو شرکتونو د ذوالقعدې له لومړۍ نېټې څخه د ذوالحجې تر دويمې نېټې پورې د (۹۴) الوتنو په ترڅ کې په مساوي توگه پوره (۳۰) زره افغان حاجيان د مرکز، کندهار، بلخ او هرات زونونو له لارې عربستان ته لېږدولي، چې په منظم ډول به بېرته هېواد ته راستانه شي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په هلو ځلو او د اړونده ادارو په همکارۍ سږکال افغان حاجیانو پرته له کومې ستونزې د حج مناسک په ښه توگه تر سره کړي او نن بېرته په لومړۍ الوتنه کې، چې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو شاوخوا (۳۴۶ ) تنه حاجیان پکې شامل وو، له مکې معظمې څخه د جدې هوایي ډگر په لور روان شول.
سږ کال ۳۰ زره افغانانو د حج په مراسمو کې برخه اخیستې وه، چې په راتلونکو څو اوونیو کې به ټول بېرته راستانه شي.
سږ کال د حج په مراسمو کې د زرو حاجیانو د مړینې خبر ورکړل شوی؛ خو تر اوسه معلومه نه ده چې په مړو شوو کې افغان حاجیان شته او کهنه.