لویدیځ نورستان نورګرام ولسوالۍ اړوند تتین درې په “نکره” کلي کې د غر ښویدنې له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.د نورستان د اطلاعاتو و کلتور رئیس مولوي سميع الحق حقبیان وایي، چې یاده پېښه د شپې ناوخته د زیات اورښت له امله رامنځته شوې ده، چې پکې د سیمې خلکو ته درانه ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي. نوموړي وویل: ” د لومړنيو معلوماتو له مخې ۲۰ کورونه د غر د ښویدو له امله تر خاورو لاندې شوي، د پنځه تنو جسدونه موندل شوي او د نورو جسدونو لټون روان دی”د سیمې اوسېدونکي وایی، امکان د دې شته چې د مړو شمير نور هم زیات شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version