ایمل پښتون

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ غونډه پرون (یکشنبه، ۲۹ د سلواغې) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې پیل شوه.په دې غونډه کې د مدني ټولنې استازو او افغان مېرمنو هم ګډون کړی وو. ملګرو ملتونو نه دې ويلي چې دې غونډې ته د افغانستان نورې کومې سياسي او مدني ډلې رابلل شوې وې، خو ويل کېږي، چې دې غونډې ته يو شمېر سياسي څيرې، د ښځو او بشر د حقونو فعالان بلل شوي دي.غونډه دوې ورځې په بر کې نیسي، یکشنبه مهمه او د استازو ترمنځ پر موضوعات خبرې، دوشنبه د افغانستان سياسي او مدني ډلو د ګډون ورځ ده.افغان حکومت اړتیا نه ویني چې دوحه کې په یوه داسې ناسته کې ګډون وکړي چې اجنډا، ترکیب او بحثونه یې بشپړ وضاحت او نتیجه ونه لري. پر دې هم ټول معترف دي، چې د افغانستان د استازي په توګه د امارت له ګډون پرته که هره پرېکړه کېږي، کومه پایله به ونه لري. د یوې داسي ناستې نتیجه به هیڅ کله د افغانستان په اړه مثبته نه وي چې ناسته دې مشخصه د افغانستان په نوم جوړه شوې وي، او حاکم یې له اجنډا بې خبره وساتل شي، ملګرو ملتونو د تېر ۴۰ کلن ناورین پر مهال ډېر ځله د افغانستان په مسئله کې رول لوبولای، خو هېڅکله یې مستقل، واضح او آزد حل نه دی وړاندې کړی. د یادې غونډې په هکله د طالبانو دریځ خورا څرګند دی، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ويلي:《 چې که د دوحې په غونډه کې د طالبانو او ملګرو ملتونو تر منځ د ټولو موضوعاتو په اړه د بحث فرصت را منځ ته شي او موږ وکولای شوو، چې د افغانستان استازيتوب وکړو، په دې صورت کې بيا دا غونډه يو ښه فرصت دی.》د افغان حکومت استازي په حاشيه یا په داسې ځای او موقف کې هېڅکله نه کښېني، چېرته چې د نظام حیثیت تر سوال لاندې راوستل کېږي.دا ډول غونډې او ناستې کومه مثبته پایله نه لري، د تېر په څېر د کلېشه یي چلند تکرار، د وخت ضیاع او د افغانانو د درد دوا نه بلکې د بل درد لامل ګرځي.د افغانستان ملي خاینان غونډې ته رابلل، د مېرمنو د حقوقو د مدافعینو په نامه پوچې، بربنډې او منحوسې څېرې د افغان مېرمنو په استازولۍ راوستل، او هغې ته د افغانستان د پتمنو مېرمنو استازولي په لاس ورکول، بېله دې چې ستونزې جوړې کړي، حل کولی یې نشي.او چې اسلامي امارت په غونډه کې ګډون نه کوي بیا غونډه ولې او د څه لپاره دوام مومي؟ ياده غونډه یوازې تښتېدلو، فراریانو، جنګسالارانو او ملي خاینانو ته فرصت او زمینه مساعدول دي، او بس

ځواب پریږدئ

Exit mobile version