د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو وايي چې د يادې قول اردو د کشف او استخباراتي منسوبينو د کشفي راپورونو پر اساس یې د نورستان ولايت د کامديش ولسوالۍ اړوند ساحه کې د وسلو او مهماتو یوه لویه ډیپو کشف او مهمات یې ترلاسه کړي.

د خالد بن وليد قول اردو د خبرپاڼې پر اساس په دغو وسلو کې ۶ ميله درنې وسلې(زيکويک، دهشکې، هاوان، اګايس، او بيم يک)،لسګونه زره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ، په لسګونه ميله د کلاشينکوفونو ميلونه، او په لوی تعداد نظامي تجهيزات شامل وو.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په يو شمېر ولايتونو کې د دفاع وزارت،پوليسو، او استخباراتي ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې ډېر شمېر وسلې نيول شوي او ظبط شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version