د هلمند د امنیه قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت ویلي، چې په تېرو شپږ مياشتو کې يې څه باندې شپږ زره کيلوګرامه نشه‌يي توکي راټول او سوځولي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه شپږ زره کيلوګرامه نشه‌يي توکي د هلمند له بېلابېلو سيمو څخه راټول شوي دي.

د دې ولايت د امنيه قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت چارواکي وايي، چې په دغو توکو کې ٤٠٠ کيلوګرامه هېرويين، ٤٥٢ کيلوګرامه شيشه، ٥٣٧ کيلوګرامه ترياک شامل دي.

همدارنګه منسوبینو د دغو نشه یی توکو د ساتنې او خرڅلاو په تور ۲۹۱ کسان هم نیولي دي.

د هلمند پولیس وايي، د دې ولایت په مرکز لښکرګاه، ښار او نورو ټولو ولسوالیو کې د کوکنارو د کروندو د اړولو چاڼیز عملیات روان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version