د هرات ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت والي مولانا اسلامجار د افغانستان لپاره د قزاقستان له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کې راځي، چې توکوموف ویلي، د روان میلادي کال په شپږو میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۵۸۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلې او د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره یې د ټرانسپورټي ظرفیتونو پر زیاتولو او د سوداګرۍ د بهیر پر اسانتیا ټینګار کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د قزاقستان ځانګړي استازي د افغانستان پلاوي ته په دغه هېواد کې د یوې ناستې د ګډون بلنه هم ورکړې ده.
د هرات والي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې هرات د خپل جغرافیایي موقعیت او تاریخي مخینې له امله د سوداګرۍ د پراختیا پراخ ظرفیت لري. نوموړي د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره امنیت هم مهم بللی دی.


