د سوریې پوځ د دغه هېواد په ختیځ دیر الزور ولایت کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر مهمې سیمې له قسد ملېشو پاکې کړې.

د دې هېواد دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې په تصفیه شویو سیمو کې د العمر، کونیکو، الجفره، العزبه او د طیانه په نومونو د نفتو او ګازو میدانونه هم د سوریایي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې د دغو نفتي او ګازي حوزو امنیت د بشپړ تامین لپاره تصفیوي عملیات لا هم روان دي.

ورته مهال د سوریې د اطلاعاتو وزیر حمزه المصطفی د «قسد» ملېشو له مشرانو غوښتي، تر څو د وړاندې شوې سیاسي حل‌لارې له بهیر سره یوځای شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د قسد تشکیلات په وروستیو اوونیو کې له داخلي ګډوډیو سره مخ شوي او دا مهال پیاوړی ټولنیز ملاتړ نه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version