باختر اژانس خبر ورکړی، چې د افغان حکومت سفیر مولوي بلال کریمي په چین کې د “نیکاراګوا” هېواد له سفیر “مایکل کمپبل” سره کتلي دي.

د نیکاراګوا سفير د افغان حکومت سفیر ته په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو په مناسبت د خپل هېواد د ولسمشر “ډانیل اورټیګا” له خوا د اسلامي امارت زعیم ته د تسلیت او خواخوږۍ رالیږل شوی لیک سپارلی دی.

د ياد هېواد ولسمشر په دغه ليک کې له اسلامي امارت سره د ښو اړیکو قائمولو او په مختلفو برخو کې د همکاریو لیوالتیا هم څرګنده کړې ده.

په چین کې د افغان حکومت سفیر ويلي، چې د لاتینې امریکا ټول هیوادونه ورته مهم دينوموړي د نیکاراګوا د ولسمشر دغه اقدام یو مثبت ګام ياد کړی او د دواړو خواوو د اړيکو دوام يې مهم بللی دی.

د نیکاراګوا هیواد سفیر داسې مهال په چین کې افغان سفیر سره ګوري، چې ګڼ شمېر نور هېوادونو لا له وړاندې افغان حکومت سره اړیکې ټینګې کړې دي او دا مهال ورسره غوره سوداګریزې او سیاسي اړیکې لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version